په کډوالو وزارت کې د اجراتو د ارزونې ښوونیزه برنامه تر سره شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۵۴
-

په کډوالو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د مرکزي او دویمي واحدونو امرینو ته د اجراتو د ارزونې یوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه تر سره شوه.

د برنامي په پیل کې د دغه وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني د اجراتو د ارزونې په اړه خبرې وکړي او ویې ویل: ارزونه د یوه کارکوونکي لپاره ځانګړی ارزښت او ښې پایلې لري. هغه زیاته کړه، چې د ارزونې په مرسته تشې ډکېږي او دغه ډول برنامې د وزارت د کارکوونکو وړتیاوې لوړوي.
ورپسې د کارکوونکو چارو رییس عرفان الله عباد د موضوع پر ارزښت او د برنامې پر موخو خبرې وکړې او له کډونوالو څخه یې وغوښتل تر څو له هغه څه، چې د ارزونې په اړه وړاندې کېږي، ګټه واخلي.
وروسته کډونوالو ته د ارزونې ډولونو، د اجراتو د اسنادو ارزونې، مکلیفتونو او مسوولیتونو په اړه پرزینټېشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو چارو وزارت او خدمات اجتماعی زنان افغانستان موسسې ترمنځ د ۳میلیونه او ۹۷ زره او ۱۰۱ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به دغه پیسې په هرات کې ۳سوه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۱:۵۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې ښاغلي عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې له هاجر او تیری دیس هومز موسسو سره د ۵۸۷ زره او ۴۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل او بلخ کې ۱۳ زره او ۴۸۹ تنو راستنو. . .

بېرته خبرونه ته