په کډوالو وزارت کې د اجراتو د ارزونې ښوونیزه برنامه تر سره شوه

sadam_morr
Thu, Nov 20 2025 9:54 AM
-

په کډوالو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د مرکزي او دویمي واحدونو امرینو ته د اجراتو د ارزونې یوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه تر سره شوه.

د برنامي په پیل کې د دغه وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني د اجراتو د ارزونې په اړه خبرې وکړي او ویې ویل: ارزونه د یوه کارکوونکي لپاره ځانګړی ارزښت او ښې پایلې لري. هغه زیاته کړه، چې د ارزونې په مرسته تشې ډکېږي او دغه ډول برنامې د وزارت د کارکوونکو وړتیاوې لوړوي.
ورپسې د کارکوونکو چارو رییس عرفان الله عباد د موضوع پر ارزښت او د برنامې پر موخو خبرې وکړې او له کډونوالو څخه یې وغوښتل تر څو له هغه څه، چې د ارزونې په اړه وړاندې کېږي، ګټه واخلي.
وروسته کډونوالو ته د ارزونې ډولونو، د اجراتو د اسنادو ارزونې، مکلیفتونو او مسوولیتونو په اړه پرزینټېشن وړاندې شو.

Latest news

BACK TO NEWS