په يونان کې دکډوالو چارو وزارت استازي، د اتن ښار د ماشومانو څارنوالۍ له مسئول سره د افغان کډوالو وضعيت ښه والي په اړه خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۱۵:۱۷
l

په يونان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مېشت افغان کډوالو اتشه فيض الرحمن خدام د غبرګولي په ۲۴مه  د اتن ښار د ماشومان د څارنوالۍ برخې له مسئولې آغلې نيکوالا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه او په دغه ښارکې يې د کډوالو د وضعيت د ښه والي په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه ليدنه کې د افغان کډوالو اتشې د مننې او قدرانۍ وروسته دماشومانو د منلو په اړه وويل،د ملي، نړيوالو،حکومتي او غيرې حکومتي بنسټونو سره ، چې د کډوالۍ په برخه کې کار کوي همغږي او دکډوالو ستونزو او غوښتونوته ګډه رسېدنه  د اتشې د کار له لومړيتوبونوڅخه ده. په همدې موخه اتشه له ټولو اړوندو ادارو سره د ښو اړيکو لرلو هوډ لري.

 

اغلې نيکولا  دکډوالو اتشې ته د آتن ښار د ماشومانو دڅارنوالۍ له لورې دهمکاريو ډاډ ورکړ او ددواړو لورو د ښو اړيکو غوښتونکې شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته