په مهاجرینو چارو وزارت کې د عامه ادارې د وضعیت په اړه علمي څېړنیز پروګرام ترسره شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د ملکي خدمتونو د ریاست له لوري د افغانستان اداري وضعیت په اړه یو شمېر امرینو او مدیرانو ته یو ورځنی علمي څېړنیز پروګرام ترسره شو.
د ملکي خدمتونو استازي حامد عارض خبرې وکړې او د دغه وزارت کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره یې د ورته پرواګرامونو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
نوموړي د عامه ادارې د وضعیت په اړه څېړنه، په راتلونکي کې په هېواد کې د ډېرو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهمه وبلله او د ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ او همغږۍ کې یې د ځنډ له مخنیوي ډاډ ورکړ.
په اخیر کې ګډونوالو ته د څېړنې فورمې ووېشل شوې او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه راټول شول.
