په تېرې يوې مياشت کې له اتيا زرو زيات افغان کډوالو له  ايران نه هېواد ته راستانه شوي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۱:۱۱
9999

په تېرې يوې مياشت کې ۸۱۵۶۶ تنه په خپله خوښه او جبري توګه د دوو لارو اسلام قلعه او ميلک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په سرحدونوکې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دڅانګو دمعلوماتو پر اساس د يادو شمېرو له ډلې ۳۱۳۹۹۹  تنه د نيمرزو ولايت دميلک له لارې او ۵۰۲۲۷ تنه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي او له دې وروسته خپلو ولايتونو ته تللي دي.

د ټولو راستنېدونکو له ډلې ۳۹۴۹۶ تنو په ځپله خوښه او ۴۱۰۶۸ تنو په جبري توګه  کوربه هېوادونه پرېښي،چې له ډلې يې ۵۸ تنه قانوني اسناد لري.

په ورته وخت کې دکډوالۍ نړيوال سازمان (iom )  او دخوراک نړيوال سازمان (wfp ) له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵۳۷ تنو اړمنو راستنېدونکو سره  په ميلک کې نغدي او دخوراکي موادو مرستې شوي دي.

په دې حساب په روان کال کې د ټولو کوربه هېوادونوڅخه له ۵۰۰ زرو زيات افغان کډوال راستانه شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته