په بیړنیو مرستو ستونزه نه حل کېږي، راستنېدونکو مهاجرینو ته باید اساسي خدمات وړاندې شي

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۲۰:۴۴
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د تورخم فرضي کرښې او د مهاجرینو د میشت غالي د لیدلو پرمهال د اروپایي اتحادیې له شارژدافيرې رافيلا یودیچه او د یوشمېر موسساتو له استازو سره په ناسته کې وویل: د مهاجرینو خدمت زمونږ انساني، اسلامي او افغاني مسؤلیت دی، ښایي د ژمي په رارسېدو سره د مهاجرینو ستونزې نورې هم زیاتې شي، د بیړنیو مرستو پرځای باید دوی ته د کور جوړولو او کاري فرصتونو برخه کې په معیاري او اساسي خدماتو تمركز وشي
ښاغلي حقاني وویل: دا چې ژمی دی او ځینو ولایتونو ته د کډوالو انتقال ناممکن دی، مونږ غواړو دا لنډمهاله میشت غالي په اوږد مهاله کمپونو بدل کړو او دا پروسه د بشرپاله هېوادونو مرستې ته اړتیا لري
نوموړي زیاته کړه، د رسمي دروازو ترڅنګ باید هغه غیر رسمي لارو ته هم پاملرنه وشي، چې ډېری مهاجرین پرې هېواد ته راستنېږي
د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې د مهاجرینو لپاره د مهاجرینو وزارت د کارونو او ښه مدریت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د پاکستان وروستۍ پرېکړه د مهاجرینو په حق کې ښکاره او لوی ظلم و، مونږ به په افغانستان کې د راستنېدونکو مهاجرینو ملاتړ ته دوام ورکړو 
نوموړې وویل: ما دلته حالات له نږدې وڅارل او زه به د مهاجرینو غږ تر نړیوالو ورسوم، ترڅو ددوی لپاره لا ډېرې مرستې جلب کړم
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمشنرۍ معاون وویل، ما په ډېرو هېوادونو کې د مهاجرینو بحران لیدلی و، خو اسلامي امارت چې دغه بحران څنګه مدریت کړ، واقعا د ستاینې وړ و

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته