پروان ولايت کې د بېرته راستنېدنونکو يوښوونځی ګټې اخيستنې ته وسپارل شو 

anwari_morr
جمعه ۱۳۹۹/۸/۳۰ - ۱۰:۳۸
_______________

د لړم په ۲۸مه د پروان ولايت د بګرامۍ ولسوالۍ په ده مسکن سيمي کې د بېرته راستنېدونکو لپاره لومړنی ښوونځی د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت سرپرست  وزير نور الرحمن اخلاقي، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې عالي کمېشنر فليپو ګراندي او د پروان والي فضل الدين عيار په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه ښوونځی د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې په مالي مرسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ اوڅارنې لاندې جوړ شوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير ددغه ښوونځي د پرانيستې په مراسموکې د نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې څخه په هېواد کې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د پراختيايي برنامو د پلي کولو امله مننه وکړه.

ښاغلي اخلاقي د شپږ نيم ميليونو څخه د ډېر افغانانو دکډوالۍ عوامل په هېواد کې جنګ او تروريستي برېدونه ياد کړل. همدارنګه د پروان ولايت والي  په داسې حال کې چې  چې په هېواد کې د سولې په ټينګښت ټينګار کوي، پر نړيوالې ټولنې غږوکړ چې ده هېواد په ۱۸ کلنو لاسته راوړونوکې له حکومت سره لا زياته همکاري وکړي.

په ورته وخت کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې عالي کمېشنر چې په افغانستان ته راغلی د خپلو همکاريو پردوام په ځانګړي توګه د پراختيايي په برخه کې يې دهمکاريو خبر ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته