يوشمېر هېوادونه او نړيوال سازمانونه د افغان راستنېدونکو د دوامداره يوځای کېدو ملاتړ کوي

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۱:۲
برخی از کشورها و نهادهای جهانی از ادغام پایدار برگشت کنندگان افغان حمایت می کنند

 د افغان کډوالو لپاره د ستراتېژيکو حل لارو ملاتړ ميکانيزم اصلي ګروپ پرانيستې کې، چې انلاين ترسره شوه د دې ډلې غړو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د افغان راستنېدونکو د دوامداره يوځای کېدو ملاتړ کوي.

دغه ناسته چې د تلې په ۱۶مه د نظرونو د شريکولو او همکاريو د جلب په موخه جوړه شوې وه، د افغانستان په استازيتوب د کډوالو او راستنېدونکو چارو  سرپرست او نوماند وزير نور رحمن اخلاقي،د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسار فليپوګراندي، د ايران په استازيتوب مهدي محمودي د کورنيو چارو وزارت مرستيال او دخلکو د ادارې رئيس، د پاکستان په استازيتوب د پاکستان د سفران وزير سطان محبوب او يوشمېر بنسټونو او هېوادونو استازو شتون درلود.

  د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير د ايران او پاکستان د کوربه توب او د نړيوالې ټولنې د ملاتړ له امله مننه وکړه او د اوږدې مودې بېځايه کېدنې پای ته رسولو لپاره يې د افغانستان دحکومت پرژمنو يې يوځل بيا ټينګار وکړ.

ښاغلي اخلاقي د نړيوالې ټولنې د پخوانيو همکاريو يادونه وکړه، اوس دحل ستراتېژۍ دملاتړ ميکانيزم د اصلي ډلې غړو په توګه، موږ تمه لرو چې د افغان کډوالو وضعيت په روښانه کولو او دکډوالو او داخلي بېځايه شوو اشخاصو راستنېدنې لپاره دحل لارې پلي کولو لپاره لازم سياسي، مالي او مادي ملاتړ چمتوکولو کې قوي مرسته وکړي.

همدارنګه د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو کميسار د افغانستان په ملاتړ او نړيوالې ټولنې په کوربه توب باندې ټينګار وکړويې ويل، د راستنېدونکو اسانتياو لپاره دحل لارې بايد پلان شي او کوربه هېوادونو اړتياوې بايد د کرونا د راتلو په شرايطوکې په پام کې ونيول شي.

په ورته وخت کې د ايران او پاکستان دولت استازو پناه غوښتونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو يادونه وکړه او د اغېزمنو پرمختيايي پرګورمونو پر اړتيا يې ټينګار وکړ ترڅو کډوال په خپله خوښه راستنېدو ته وهڅوي.

د بېلابېلو هېوادونو استازو لکه، امريکا متحده ايالات، اروپايي ټولنې، ډنمارک، المان، جاپان، قطر، سوېس، جنوبي کوريا ، نړيوالو بنسټونو استازو، (يو،ان، دی، پی) اسياپراختيايي بانک، نړيوال بانک استاز، چې د افغان کډوالو لپاره د ستراتېژيک حل ملاتړ ميکانيزم اصلي ډلې غړي دي، او په سوېس کې د افغانستان سفير په ګډون ځينې سفارتونو هم په دې ناسته کې برخه اخيستې وه او ددې ميکانيزم څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته