مهاجرینو وزارت او (OCHA) موسسې ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۲۰:۲۵
ـ
دغه ناسته د داخلي بېځایه شوو د رییس مولوي سردار شېراد، دیادې موسسې مرستیال محمدخاطر زید او افیسرې بیلي ګیتا چیو آلیمایو ترمېنځ د غويي په(٢١) مه ترسره شوه.
د دې ناستې موخه په راتلونکي کې د داخلي بې ځایه شوو د لېږد د څرنګوالي او په دې برخه کې د همکاریو په اړه د معلوماتو حاصلول و.
د داخلي بېځايه شوو رئيس مولوي سردار شېرزاد د مرستندویه بنسټونو د دوامداره همکاريو مننه وکړه ویې ویل: اوس وخت را رسېدلې چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ټولنې د زیانمنو شوو سره لا زیاته همکاري وشي او دغه وزارت هڅه کوي، تر څو په راتلونکي کې د پلان مطابق ټول داخلي بېځایه شوي خپلو اصلي سیمو ته ولېږدوي.
په ورته وخت کې د اوچا موسسې مرستیال په راتلونکي کې د بېځایه شوو د لېږد د بهیر په اړه له پوهېدو وروسته ټینګار وکړ چې د دوی د لېږد په برخه کې به له نورو بنسټونو سره په ګډه همغږۍ همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته