محمد ارسلاح خروټي د اروپایي ټولنې له شارزدافیر سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۷:۵۰
---
نن پنجشنبه ۲۸ سلواغه ۱۴۰۰/۱۵ رجب ۱۴۴۳
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د اروپایي اتحادیې له شارژدافیر ښاغلي "فیردنند جینریچ" سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د داخلي بې ځایه شویو او بهر څخه راتلونکو مهاجرینو د ځای پرځای کولو په پروسیجر خبرې وشوې.
ښاغلي شارزدافیر وویل: پرمختللی او سولییز افغانستان زمونږ د ټولو په ګټه او زمونږ ارزو ده او غواړو له افغانانو سره مرسته وکړو
ښاغلي خروټي وویل: په تیرو شلو کلونو کې په افغانانو مافیا حاکمه وه او څومره مرستې، چې راغلي ټولې حیف و میل شوي اوس ددې وخت رارسیدلی، چې ټولو افغانانو لپاره هیواد ته د راستنېدو زمینه برابره شي، نوموړي وویل؛ د ستونزو اصلي لامل اقتصادي بندیزونه دي او که څوک په ریښتیا غواړي، چې د افغانانو ستونزې حل شي نو باید په دې اړوند خپلې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته