مالي او اداري مرستيال د (UNHCR) دفتر له رئيس سره ليدنه وکړه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۲:۲۳
-

د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي  په خپل کاري دفتر کې د (UNHCR) دفتر له رئيس سره ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د مرستو د وېش پر دوام خبرې وکړې.
ښاغلي خروټي  په خپلو خبرو کې د (UNHCR) دفتر د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ، چې  د مخکينيو هوکړه ليکونو او ژمنو مطابق يې د مهاجرينو چارو وزارت سره  کړې وې.
هغه زياته کړه، هغه بشري مرستې چې د ټولنې تر ټولو زيانمنوونکي قشر ته ورکول کېږي بايد له سياسي مسلو څخه جلا وي او په دې برخه کې بايد سياسي چلند ونه شي.
همدارنګه د (UNHCR) دفتر رئيس د مهاجرينو چارو وزارت او د هغه د دفتر ترمنځ د اغېزمنو همکاريو او همغږيو يادونه وکړه او د خپلو همکاريو ډاډ يې ورکړ او ويې ويل، هڅه کوي چې هغه محدوديتونه او ستونزې هوارې کړي چې په دې برخه کې رامنځته شوي او د مهاجرينو چارو وزارت سره به د پخوا په څېر همکاري دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته