مالي او اداري مرستيال د (UNHCR) دفتر له رئيس سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپل کاري دفتر کې د (UNHCR) دفتر له رئيس سره ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د مرستو د وېش پر دوام خبرې وکړې.
ښاغلي خروټي په خپلو خبرو کې د (UNHCR) دفتر د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ، چې د مخکينيو هوکړه ليکونو او ژمنو مطابق يې د مهاجرينو چارو وزارت سره کړې وې.
هغه زياته کړه، هغه بشري مرستې چې د ټولنې تر ټولو زيانمنوونکي قشر ته ورکول کېږي بايد له سياسي مسلو څخه جلا وي او په دې برخه کې بايد سياسي چلند ونه شي.
همدارنګه د (UNHCR) دفتر رئيس د مهاجرينو چارو وزارت او د هغه د دفتر ترمنځ د اغېزمنو همکاريو او همغږيو يادونه وکړه او د خپلو همکاريو ډاډ يې ورکړ او ويې ويل، هڅه کوي چې هغه محدوديتونه او ستونزې هوارې کړي چې په دې برخه کې رامنځته شوي او د مهاجرينو چارو وزارت سره به د پخوا په څېر همکاري دوام ولري.