فراه ولایت کې د ښارګوټي د جوړولو په موخه زرګونه جریبه ځمکه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږدول شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۴۹
_
د فراه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه ۵ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه له کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږدول شوه.
د دې ځمکې د لېږد هوکړه لیک وړمه ورځ د کب پر ۲۱ مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیا مېشتونې رييس مولوي شکرالله شاکر او د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د لېږد او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید ترمنځ لاسلیک شو.
د یادونې وړ ده چې د ښارګوټي د جوړولو په موخه د کډوالو لپاره د ځمکې ځانګړي کېدل د کډوالو چارو او راستنېدونکو چارو وزارت د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمونین د حکم پر بنسټ په ټول هېواد کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته