سويس د مهاجرينو چارو وزارت سره خپله همکاري زياتوي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۴:۵۹
_

دغه څرګندونې په اسلام آباد کې د سويس سفارت د مهاجرينو برخې استازې  د مهاجرينو چارو وزارت د بشري سرچينو د رئيس سره په ليدنه کې وکړې.
په دې ليدنه کې د اجباري راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او په اسلام اباد کې د سويس سفارت د مهاجرت د برخې مسؤل د هرات ولايت د زلزله ځپلو او راستنېدونکو سره د خپل هېواد د مرستو يادونه وکړه  او ويې ويل، چې سويس غواړي په راتلونکي کال کې په کابل کې يو دفتر پرانيزي او له دې لارې د مهاجرينو چارو وزارت سره د همکاريو تر څنګ خپلې مرستې زياتې کړي.
هغه زياته کړه په سويس کې يو شمېر افغانان ژوند کوي او موږ غواړو چې په راتلونکي کې له دغه وزارت سره د مهاجرينو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو او د هغوی په خپله خوښه راستنېدو کې د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړو.
د بشري سرچينو رئيس مفتي مدير ګل احمدي د سويس هېواد د مرستو څخه مننه وکړه او په هوکړې، همغږيو رامنځته کولو او ګډو فعاليتونو يې ټينګار وکړ او په راتلونکي کې يې د هوکړه ليک لاسليکول يو نيک اقدام وباله.
هغه زياته کړه، افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي  او د دوی له مرستو او قدردانۍ تر څنګ د دوی په خپله خوښه راستنېدو ټينګار کوو او کوربه هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې د اجباري راستنېدو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته