د کډوالو چارو وزير د پاکستان هېواد له سفران وزير سره د کډوالو وضعيت په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۷ - ۱۱:۱۰

 

Top of Form

Bottom of Form

شهريار افريدی چې تازه د پاکستان د سفران وزير په توګه ټاکل شوی، کابل ته په خپل سفر کې له کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي سره وليدل او خبرې اترې يې وکړې.

د کډوالو چارو وزير د ښه راغلاست او د هغه هېواد د سفران وزارت ته د ښه نظر وړاندې کولو په وسيله د کډوالۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ښو اړيکو په دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې د کډوالو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکوغوښتونکی دی په ځانګړې توګه د کډوالو چارو وزارت او د هغه هېواد د سفران وزارت او هرکله چې د پاکستان هېواد له سفران وزير سره ګورم ، نو د کډوالۍ د مديريت په برخه کې د پاکستان هېواد پر رښتينولۍ مې بارو زياتېږي.

د پاکستان هېواد د سفران وزير کابل ته د خپل سفر موخه د دواړو هېودونو ترمنځ د همکارۍ روحيې پياوړتيا ياده کړه او ددغو هېوادونو ترمنځ يې پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ ويې ويل، چې د ټولو کډوالې له ډلې ۹،۷ ميلونه مسلمانان دي او اسلامي هېوادونه بايد په دغه برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره  ، چې وړتيايې لري هڅې وکړي.

ښاغلي افريدي يادونه وکړه ، چې پاکستان له ۴۰ کلونو راهيسې د افغان کډوالو کوربه دی او د اړتيا پر مهال به بياهم کوربه توب وکړي او ان د د نړيوالو مرستو پرته به هم کډوالو سره مرستې وکړي، څکه افغانستان او پاکستان يو روح او تن دي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان کډوالو چارو وزير يو با درکه او پوه شخص دی او په کډوالو چارو وزارت کې يې د خپل مسوليت په موده کې توانېدلی، چې په کوربه هېوادنو کې کډوال او پناه غوښتونکي او په کور دننه داخلي بېځايه شوي په ښه شان مديريت کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

بېرته خبرونه ته