د کډوالو وزارت او دکډوالۍ نړيوال سازمان چارواکو راستنېدونکو لپاره د کارموندنې برنامو په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
جمعه ۱۳۹۸/۵/۱۸ - ۱۴:۵۲
ملاقات وزير امور مهاجرين با رييس اى او ام

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخی او دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM)  رئيس لورانس هارت په ګډه ناسته کې د دواړو ادارو په زياتې همغږۍ او د رادا برنامې پلي کولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

دغه ناسته د تېرې سې شنبې په ورځ  د زمري په ۱۵مه په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه او ددواړو ادارو تخنيکي مسولينو پکې شتون درلود. دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزير د کډوالۍ نړيوال سازمان د دفتر د لا همغږۍ او نظارت په اړتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د رادا برنامې د لا بريالي کولو او په ټولنه کې د راستنېدونکو د ادغام لپاره، د راستنېدونکو کارموندنې پروژې دکډوالو چارو وزارت په همغږۍ ترسره شي. ځکه موږ ددې طرفداران يو چې د رادا برنامه په ښه او رڼه توګه پلي شي.

هغه په دې ناسته کې د شورا د برنامې په پيل باندې هم ټينګار وکړ او دملګرو ملتونو دبشري مرستو د ادارې او کډوالۍ نړيوال سازمان  څخه يې وغوښتل چې د خپلې دندې برخې ژر تر ژره بشپرې او د شورا برنامه پيل کړي.

دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) رئيس په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې د رادا  د پروژو پلي کولو سره به د مهمو مسلو شريکولو لپاره د کډوالو چارو وزارت او د رهبرۍ کمېټې سره شرک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۱۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د بلخ ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د لنډمهاله مېشتونې کمېټې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او ور سره مل پلاوي د بلخ ولایت له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

په فاریاب ولایت کې نږدې ۱۰۰ کورنیو سره د غیر خوراکي تو مرستې وشوې

د چنګاښ میاشتې په ۳ مه نیټه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ۹۵ کورنیو سره د کډوالو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په شتون کې د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې شوې کورنۍ. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د همکاریو تفاهمنامه د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو وزارت کې لاسلیک شوه

د روان کال د سرطان په ٢٩مه نېټه یوه تفاهمنامه چې ارزښت یې ۴۱ میلیونه، ۴۶۶ زره او ۹۳ افغانۍ دی، د فراداتا ټولنیزو خدماتو موسسې او د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو وزارت ترمنځ لاسلیک. . .

بېرته خبرونه ته