د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د الوزي قوم له ځینو علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۱۰
ـ

 

د الوزي قوم دغه مشران او علمای کرام چې د خپل قوم د کډوالو په استازولۍ تشریف راوړی وو، وې وویل چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پوځیانو ظلم او زیاتي زور اخیستی او د کورونو په ورانولو سره افغانان د ژمي په یخنۍ کې راشړي.

راغلو قومي مخورو او علمای کرامو زیاته کړه، چې د دوه زرو په شاوخوا کې کورنۍ د راتګ په حال کې دي او وړاندېز یې وکړ چې راستنېدونکو کورنیو ته لنډ مهاله پنډغالي او ځینې نورې اړینې اسانتیاوې چمتو شي.

دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې راستنو شوو ته د دایمي سرپنا په موخه د کډوالو په ښارګوټو کې د استوګنې ځمکې ورکړل شي.

محترم مولوي عبدالکبیر د الوزي قوم راغلو علماوو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شوو د ښه خدمت لپاره ګڼو ادارو ته دندې سپارلې دي او یادونه یې وکړه چې راستنو کېدونکو هېوادوالو ته به په مناسب ځای کې د لنډ مهاله سرپنا د چمتو کولو لپاره به هڅې وکړي، خیمې او نور اړین توکي به اړمنو ته ولیږل شي.
محترم وزیر څرګنده کړه چې د ښارګوټو غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي او په دې برخه کې به اړینه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او هاجر افغانستان موسسې او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د همکارۍ دوه هوکړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال ښاغلي اندریکا راتویته سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو له امله د مخې ښې ناسته وکړه

په دې ناسته کې له ښاغلي اندریکا راتویته سره په افغانستان کې د یونېسف مشر ډاکټر تاج الدین ایوال، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال او د افغانستان لپاره د کډوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د پاکستان د بریدونو له امله له تازه بېځایه شویو سره د مرستې په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ په یاد وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا متر بولي او د دغې. . .

بېرته خبرونه ته