د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د الوزي قوم له ځینو علماوو او قومي مخورو سره وکتل.
د الوزي قوم دغه مشران او علمای کرام چې د خپل قوم د کډوالو په استازولۍ تشریف راوړی وو، وې وویل چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پوځیانو ظلم او زیاتي زور اخیستی او د کورونو په ورانولو سره افغانان د ژمي په یخنۍ کې راشړي.
راغلو قومي مخورو او علمای کرامو زیاته کړه، چې د دوه زرو په شاوخوا کې کورنۍ د راتګ په حال کې دي او وړاندېز یې وکړ چې راستنېدونکو کورنیو ته لنډ مهاله پنډغالي او ځینې نورې اړینې اسانتیاوې چمتو شي.
دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې راستنو شوو ته د دایمي سرپنا په موخه د کډوالو په ښارګوټو کې د استوګنې ځمکې ورکړل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د الوزي قوم راغلو علماوو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شوو د ښه خدمت لپاره ګڼو ادارو ته دندې سپارلې دي او یادونه یې وکړه چې راستنو کېدونکو هېوادوالو ته به په مناسب ځای کې د لنډ مهاله سرپنا د چمتو کولو لپاره به هڅې وکړي، خیمې او نور اړین توکي به اړمنو ته ولیږل شي.
محترم وزیر څرګنده کړه چې د ښارګوټو غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي او په دې برخه کې به اړینه همکاري وکړي.
