د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د سفر جزييات

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۴:۵
______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د بلخ ولايت والي سره ليدنه وکړه او د راستنېدونکو او بېځايه شوو په وضعيت يې خبرې وکړې

 هغه هيله څرګنده کړه چې هرڅومره ژر چې امکان ولري د بېځايه شوو د لومړني تثبيت عملياتي ګامونه به پيل شي او دمرستو د چمتو کولو لاره به معياري شي.

بلخ ولايت ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو د  وزير د سفر موخه د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت څېړنه وه چې څنګه بايد مديريت شي او مستحقو کورنيو ته د نغدي مرستو دوېش پروسه پيل شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته