د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی سرپرست وزير معرفي شو

hadi_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۳:۳۴
سرپرست و نامزد وزیر وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان معرفی شد

نور رحمن اخلاقي د دوشنې په ورځ د وږي دمياشتې په ۲۴مه د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال امرالله صالح له لوري دکډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست نوماند وزير په توګه معرفي شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال په دغه مراسموکې نوي نوماند وزير ته مبارکي وويله ويې ويل، موږ يوازې کډوال نه لرو بلکې ډيپورت شوي هم لرو ،چې اوسمهال په ګاونډيو هېوادونوکې دوهم او درېيم نسلونه علمي او تخصصي وړتياوې دي.او دولت هڅه کوي چې دغه علمي هستيو ته هېواد ته د راستنېدو زمينه برابره کړي.

همدارنګه هغه تاکيد وکړ چې د نظام په اړه هېڅ ډول معامله نه ترسره کېږي او په دې اړه د تشويش کومه خبره نه شته

دمشرانو جرګې مرستيال محمدعالم ايزديار په خپلو خبروکې جنګ، غربت او بېګاري د افغان کډوالو د کډوالۍ اصلي ستونزه ياده کړه هيله يې وښوده چې په افغانستان ۴۲ کلنه جګړه پای ومومي او په هېواد کې مو کډوالۍ پای ته ورسيږي.

د کډوالو او ارستنېدونکو چارو پخواني وزير سيدحسين عالمي بلخي په خپلو خبرو کې د کډوالو چارو وزارت لاسته راوړنې يو له مهمو او سترتيژيکو ادارو څخه يادې کړې.

ويې ويل چې اوسمهال دغه اداره له ۷۰ زياتو ګاونډيو هېوادونو سره چې کډوال مني او ۱۵۰ هېوادونو او ۵۰ نړيوالو بسنټونو سره د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په کلنۍ ناسته کې د پناه غوښتونکو په برخه کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې نورحمن اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير په خپلو خبروکې وويل، موږ په هېواد کې زياتې ستونزې لرو او يو له هغو نه کډوالي ده، چې د حکومت په لومړيتوب کې قرار لري. ما ددې مسلې په درک کولو سره جرت وکړ چې دغه مسؤليت منم او هيله مند يم چې په دې برخه کې د وزارت د شته ظرفيتونونه د يوواحد ټيم په توګه غوره او ښه خدمتونو ترسره کړم.

هغه زياته کړه چې زه مکلف يم چې د دولت پالېسي پلي کړم او له بل لوري د قانون په چوکاټ کې ددغه پالېسۍ نه د ټولو په مشوره د افغانستان د ابادۍ لپاره په خلاص مټ سره استفاده وکړم.

په دغو مراسم کې چې په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شودمشرانو جرګې مرستيال محمد عالم ايزديار، دمشرانو جرګې استازو، د ولسي جرګې استازو او جهادي شخصتيونو شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۲:۴۴
Background image

په تېره اونۍ  په ټول هېواد کې نژدې څلور زرو کورنيو سره مرستې شوي

په تېرې يوې اونۍ کې د سنبلې د ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې لږ ترلږه ۳۵۴۵ کورنيوسره په ۱۶ ولايتونوکې نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

په دغو مرستوکې نغدي، خوراکي، روغتيايي. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

اخلاقي؛د وزارت راتلونکي پنځ کلنه استراتژي بايد دهېواد ټولنيز، امنيتي او فرهنګي اړخونه تر بحث لاندې ونيسي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير نورحمن اخلاقي د وزارت دپنځه کلنې ستراتېژۍ ترتيبولولپاره جوړې شوې ناستې کې  ټيڼګار وکړ،چې  دغه سند بايد دهېواد ټولنيز، امنيتي  او. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ريېسې د کډوالو چارو د سرپرست وزير سره  ليدنه وکړه

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  (UNHCR)رئيسې دچهارشنبې د تېرې چهارشنبې په ورځ دوږي په ۲۶مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير نور حمن اخلاقي سره  د پېژندنې ليدنه. . .

بېرته خبرونه ته