د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه انتقال شوه

په دغه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې وه د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي سید محمد سعید او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د عودت او بېرته يوځاي کېدو رييس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود.
ياده ځمکه د ریاست الوزراء اداري معاونیت د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدگي عالي دارالانشاء کمیسیون په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته ننګرهار ولايت بهسود ولسوالۍ کې په ۳۰۰۰ جريبه ځمکه باندې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د عودت او بېرته يوځاي کېدو رييس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شوه.