د کابل په هوايي ډګر کې د راستنېدونکو د ښه راغلاست دفتر د مهاجرينو چارو د وزیر په شتون کې پرانيستل شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۲۰:۱۲
-

د مهاجرينو چارو د وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني په شتون کې د کابل په هوايي ډګر کې د راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه د دغه وزارت او د مهاجرت نړيوال سازمان(IOM) ګډ دفتر د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
ياد دفتر د امريکايي قواوو له وتلو وروسته زيانمن او له فعاليتونو غورځېدلی و، چې د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رياست په هڅو او د مهاجرت نړيوال سازمان په همکارۍ بيا ځلې فعال او راستنېدونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو له پاره چمتو شو.
د مهاجرینو چارو وزیر د یاد دفتر د برخو د پرانستلو او کتنې په ترڅ کې د مهاجرت نړیوال سازمان د مرستو د همغږۍ له مسؤول ښاغلي عدنان  بغجتي سره په خبرو کې د دغه سازمان له همکاریو څخه مننه وکړه ويې ویل، د راستنېدونکو د ناسم وضعیت په پام کې نیولو سره له تاسې دا غوښتنه ده، چې خپلې نغدي او خوراکي مرستې د کمیت او کیفیت له پلوه زیاتې کړﺉاو د مرکز او ولایتونو ترمنځ د واټن په پام کې نیولو سره د راستنېدونکو د اوسیدو له پاره  د هوايي ډګره بېرون لنډ مهاله ځايونه چمتو شي، چې په دې برخه کې ستاسې همکاريو ته اړتيا لرو.
ښاغلي عدنان ژمنه وکړه، چې مطرح شوې غوښتنې به د سازمان له مسؤولينو سره شريکې کړي.
د حقوقي ملاتړ رييس الحاج غلام نبي داد خېل په خبره اوسمهال هر راستنېدونکي ته د ياد سازمان له لوري ١٤٧ يورو، خواړه او اوبه وېشل کېږي او روغتيايي خدمات ور ته وړاندې کېږي.
هغه زیاته کړه چې د یاد دفتر دوه برخې لري یوه برخه يې د وزارت او IOM کار کوونکو او بله برخه یې د راستنېدونکو د ښه راغلاست له پاره  ټاکل شوې، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۵۰۰ راستنېدونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر دیدن نمود

الحاج مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان با هیأت همراهش از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر ديدن نمودند.
آقای راشد در این بازدید ضروریات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .

بېرته خبرونه ته