د کابل نوي ښار پارک او يو شمېر نورو سېمو د (900) څخه زياتې کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شوې

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۴ - ۲۱:۱۵
_____________

د کابل نوي ښار پارک، (13مې) ناحيې او حضوري چمن څخه (988) بې ځايه شوې کډوال د خپلې خوښې ستنېدنې برنامې له لارې خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.

د دغه کورنيو د انتقال پرمهال د کابل د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزی وویل: د دې برنامې له لارې (991) بې ځايه شوي کډوال، چې د کندز، بغلان، غور،بدخشان، پنجشير، پروان، تخار، پکتيا،کاپيسا، فراه، لغمان،باميان، فارياب او دايکندي ولايتونو اوسېدونکي دي، لېږل کېږي.

هغه زياته کړه، ددې برنامې له لارې هرې کورنۍ سره د يونين ايډ موسسې او افغان مېرمنو رضا کاره بنسټ د ترانسپورټ او په اړوند ولايتونو کې د مهاجرينو رياستونو لخوا د خوراکي توکو مرسته کېږي.

ښاغلي رحيمزي د ټولو نړيوالو او کورنيو خېريه بنسټونو له مرستو څخه ځانګړی مننه وکړه او و يې وويل: له موسساتو او خېريه بنسټونو سره په مسلسه توګه په اړيکه کې; ترڅو د اړمنو او بې ځايه شويو خلکو لپاره مرستې را جلب کړي.

د يادونې وړ ده, چې د (13مې) ناحيې څخه (84) کورنۍ چې د ننۍ برنامې د انتقال برخه وه د يونسيار لخوا ورسره مرسته وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته