د چین لخوا د داخلي بې ځایه شویو لپاره د مرستو لومړنۍ جوپه نن کابل ته راورسېده!

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۲۳:۹
_____________

د چین لومړنۍ بشري مرستې نن ماښام چهارشنبه، د میزان په7 مه د کابل هوایی ډګر ته چې (4000) کمپلې او (3780) جاکټونه پکې شامل وو کابل ته راورسېدې.
د دغې مرستو د‌ را رسېدو پر مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني  د چين هېواد څخه په مننې وویل,  دغه مرستې به د ژمي له رارسیدو وړاندې ټولو ولایتونو کې بې ځایه شویو او اړمنو خلکو ته و ويشو.
 د هغه په وينا چین زموږ ګاونډي هیواد دي او د هغوي مرستې يې د هېواد لپاره خورا مهمي وبللې. هغه د نړيوالو او په ځانګړي توګه له چين څخه وغوښتل, چې د تعلیم, روغتیا او داخلي بې ځايه شويو سره د مرستو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وویل: د افغانستان اسلامي امارت څو میاشتې وړاندې د ټول افغانستان واک  ترلاسه کړ, اوس افغانان ډیرو بشري مرستو ته اړتیا لري او د نړۍ له هیوادونو څخه غواړو, چې ژر تر ژره په طبي او نورو برخو کې خپلې مرستې اعلان او شروع کړي.
هغه وویل: موږ خپله ټوله هڅه کوو, چې افغانستان ته ټولې بیړنۍ مرستې ورسو او موږ د افغانانو د ښه ژوند لپاره په افغانستان کې په بنسټیزو پروژو کې د مرستې او همکارۍ په پلانونو هم کار کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته