د پناه غوښتونکو مرستيال په افغانستان کې د ډنمارک د کډوالو کمېټې له رئيس سره وليدل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۹:۴۳
____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د لړم په ۱۲مه په افغانستان کې د ډنمارک د کډوالو کمېټې له رئيس جارد راول سره وليدل.

ښاغلي کاکړد داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د دغه سازمان د ژمنو نه مننه وکړه او د DRC نقش يې د اضطراري ځواب ويلوميکانيزم کنسرسيوم په توګه ياد کړ.

دواړو لوريو دکډوالو د وضعيت په  ښه والي کې د لا همکاريو ژمنه وکړه. په ورته وخت کې ښاغلي کاکړ د کډوالو وزارت سره ددې قونسولګرۍ د لا همغږۍ غوښتنه وکړه.

سربېره پردې د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال په ټول هېواد کې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د مرستو لپاره د دغه وزارت پردوامداره هڅو ټينګار وکړ زياته يې کړه، چې وزارت د پروژو رهبرۍ او همغږۍ پياوړي کولو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

په فاریاب ولایت کې نږدې ۱۰۰ کورنیو سره د غیر خوراکي تو مرستې وشوې

د چنګاښ میاشتې په ۳ مه نیټه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ۹۵ کورنیو سره د کډوالو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په شتون کې د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې شوې کورنۍ. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د همکاریو تفاهمنامه د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو وزارت کې لاسلیک شوه

د روان کال د سرطان په ٢٩مه نېټه یوه تفاهمنامه چې ارزښت یې ۴۱ میلیونه، ۴۶۶ زره او ۹۳ افغانۍ دی، د فراداتا ټولنیزو خدماتو موسسې او د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو وزارت ترمنځ لاسلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د کډوالو چارو وزارت کې د شخړو د حل مدیریت په اړه درې ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو

د چنګاښ په ۲ مه نیټه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي رياستونو ۳۰ تنو کارکوونکو لپاره د «شخړو حل مدیریت» تر سرلیک لاندې ۳ ورځنۍ ورکشاپ د دغه وزارت د کارکوونکو چارو رياست له. . .

بېرته خبرونه ته