د پلان او پالیسۍ رییس: کمزورۍ باید پر ځواکمنتیا بدلې شي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۵
-
دا خبره د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان رییس مولوي محمودالحق احدي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سرپنا کلستر له همغږي کوونکې سره په ناسته کې وکړه.
په دې ناسته کې د راستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو لپاره د سرپناوو پر جوړولو خبرې وشوې.
ښاغلي احدي وویل: موږ هڅه کوو چې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره خپله همکاري او همغږي زیاته کړو او له بنسټونو سره په ګډو هڅو خپلو هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو اړتیا په پام کې ونیسو.
هغه زیاته کړه، غوره ده چې د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړو او ناستې باید په داسې ډول ترسره شي، چې شته اداري کمزورۍ پر ځواکمنتیا بدلې کړي.
د سرپنا د کلستر د همغږۍ مشرې اغلې ایرین موتیوو وویل: زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه یو د اړمنو او مستحقو کورنیو انتخاب دی، چې د دوی د اړتیاوو پر بنسټ په روان کال کې ۳ میلیونه ډالره مرسته د سرپناوو د جوړولو په پار ځانګړې شوې ده.
د نوموړې په وینا د دې ادارې له کاري موخو څخه یوه یې له مهاجرینو وزارت سره همکاري او همغږي ده او د ستونزو د حل، اسانتیاوو رامنځته کولو او د کار د ښه والي په موخه یې د دواړو ادارو ترمنځ پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته