د پاکستان هېواد بشري مرستې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شوې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳
morr
 
د پاکستان د الخدمت موسسې له لورې سه شنبه د مرغومي په(۲۱) مه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د خوراکي توکو، جامو او کمپلو په ګډون (۲۱) موټر مختلف النوع کومکي مواد اړمنو کسانو ته د وېش په موخه وسپارل شوې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د پاکستان د همکاریو او مرستو څخه مننه وکړه او د دغه هېواد او مرستندویه ادارو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په اوسني وضعیت کې له افغانانو سره مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه ، دغه مرستې بسنه نه کوي اونه شي کولای چې د اړمنو کورنیو ستونزې حل کي، دمرستندویه بنسټونو څخه مو غوښتنه داده چې خپلې بشري مرستې لا ډېرې کړي.
خروټي وويل، له دې وړاندې هم ښځو ته مرستې وېشل شوې وې او له دې وروسته به هم اړمنو کورنیو ته دبشري مرستو وېش د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په لومړيتوب کې وي.
نوموړي وویل، ایران هم د بشري مرستو ژمنې کړي، د ایران د کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره د اسلامي امارت د حکومت ګډه ناسته مثبته وه او په نږدې راتلونکې کې به هم ورته ناستې وشي .
دغه مرستې به د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا پر (۲۵۰۰) بې ځایه شوو او اړمنو کورنیو و وېشل شي.
له دې وړاندې متحده عربي اماراتو، قزاقستان، روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو هم افغانستان ته بشري مرستې استولې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته