د وزیر پیام

کډوالو او داخلي بېځايه شوي په  هېواد د بې هدفه  روانې جګړې اصلي قربانيان دي.د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دوامداره توګه له نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ د دغه لوی ټولنيزې ننګونې اداره کولو له پاره هلې ځلې کړي ترڅو دغه ننګونې اداره کړي.

په دې برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پلان لري چې د پالېسۍ جوړونې موثرو مېتودونو کارول، د ظرفيتونو لوړول، بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی، دکډوالو اداره کول، د کډوالۍ بهير قانوني کولو او اسانتياو رامنځ ته کول، داخلي بېځايه شوو وضعيت ته لاسرسی او باعزته او خوندي راستنېدو په برخه کې موثر فعاليتونه تر سره کړي.

 

نور الرحمن اخلاقي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر