د وزارت مسلکي مرستیال زابل کې د يو ښوونځي د جوړېدو د چارو څارنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد زابل ولایت ته په خپل سفر کې د یو ښوونځي د جوړېدو د چارو څارنه وکړه.
دغه ښوونځى چې د زابل ولايت د مرکز اړوند د خرواریان په کلي کې دی، ١٦ درسي ټولګي لري.
د جوړېدو چارې يې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري د ٣سوه ٩٣ زره امريکايي ډالرو په ارزښت په دوه جریبه ځمکه کې جوړېږي.
ښاغلي راشد په دې کتنه کې د دغه ښوونځي د ساختماني چارو د ښه تطبیق او د ساختماني توکو د کیفیت د ښه والي په اړه د پلي کوونکي ساختماني شرکت مسولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته