د وزارت لخوا د دوو اعلان شويو بستونو وروستۍ مرکه (انټرویو) واخیستل شوه
د پکتیا او اروزګان ولایتونو د مهاجرینو چارو ریاستونو د حقوقي ملاتړ د مسلکي غړو له دوو بستونو څخه چې تحریري ازموینه یې مخکې اخیستل شوې وه، وروستۍ مرکه (انټرویو) د بشري سرچینو په ریاست کې ترسره شوه.
په دې مرکه کې د ګډون کوونکو شمېر ۸ تنه و، چې له وروستۍ پایلې وروسته به دوه تنه یادو ریاستونو ته معرفي شي.