د وزارت د هوکره لیکو کمېټې ناسته ترسره شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۱:۳۸
+

دغه ناسته چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د وږي په (۲۳) مه ترسره شوه، پکې هغه هوکړه ليکونو په اړه خبرې وشوې، چې د وزارت مرستندويه موسسو ترمېنځ لاسليک کېږي.

د وزارت مسلکي مرستيال وويل: د پلي کوونکو موسسو اداري  لګښتونه دې نظر کاري فعاليتونو ته غور سره وڅېړل شي او په عمومي ډول دې کم شي، ترڅو ډېره برخه يې مستحقوکورنيو ته ورسېږي.

نوموړي دغه راز خپلو اصلي سيمو ته د بېځايه شوو پر راستنېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې  خپلو سيموته د ستنېدو د هېڅونې په موخه بايد بېځايه شوو سره بشري مرستې ترسره شي، ځکه په ښارګوټو کې د ډېرو خلکو استوګنه د خدماتو د کمښت سبب ګرځي.

 په ورته وختکې د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس سردار محمد شېرزاد وويل چې د مهاجرينو وزارت هڅه کوي، چې د کابل په کمپونو کې ټول بېځايه شوي خپلو اصلي سيموته ولېږل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته