د وزارت د مقام دفتر رئیس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) له معاون او سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۳:۵۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس ښاغلي قاري محمد اجمل ویاړ د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) له معاون او سرپرست ښاغلي جلواس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

په دغه لیدنه کې د درې اړخیزو او څلور اړخیزې ناستو په دائرولو او په مرکز او ولایتونو کې د مرستندویه ادارو له خواه اړمنو کسانو ته په شفاف ډول د مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې، دغه راز ښاغلي ویاړ وویل: موږ  چمتو یو چې درې اړخیزه (افغانستان، پاکستان او یونیسار) او همدار راز یوه بله درې اړخیزه ناسته( افغانستان، ایران او یونیسار ) سره ولرو نومړي زیاته کړه همدا راز له دغو دوو، درې اړخیزو ناسو وروسته څلور اړخیزې(افغانستان، ایران، پاکستان او یونیسار) ناستې ته هم چمتوالی لرو،

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) معاون او سرپرست ښاغلي جلواس د دغو ناستو په ژر تر ژره دائرولو، د دغو ناستو د مکان، وخت او اجنډا په مشخصولو ټینګار وکړ او همدا راز یې ژمنه وکړه چې په ولایتونو کې به د یو شمېر مرستندویه ادارو له استازو سره د مرستو د لا شفافیت په اړه ناستې ولري، همدا راز دغه ناسته کې په پاکستان هېواد کې د افغان مهاجرینو په ځورولو او په سمه توګه هېواد ته یې د راستنولو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي جلواس زیاته کړه موږ د هغو مهاجرینو په اړه چُپ نه پاتې کېږو چې د کوم هېواد له خواه ور سره ظلم کېږي د دوی غږ تر خپلو چارواکو رسوو، دغه ناسته کې د وزارت د پالیسۍ او پلان، حقوقي ملاتړ او په خپله خوښه راستنونې ته د هڅونې رئیسانو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۵۳
Background image

د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د زابل مرستیال والي سره لیدلي دي


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد زابل ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت د والي مرستیال مولوي محب الله حماس سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د بې ځایه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي معین په خپل سفر کې د زابل ولایت د مهاجرینو امریت څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مسلکي معین په خپل سفر کې زابل ولایت ته لاړ او د زابل ولایت د مهاجرینو چارو امریت څخه یې لیدنه وکړه.
ښاغلي راشد په دې لیدنه کې د دغه امریت له. . .
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

راځئ زړونه له مینې او مهربانۍ ډک کړو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د وزارت کارکوونکو ته په وینا کې وویل: راځئ زړونه له مینې او مهربانۍ. . .

بېرته خبرونه ته