د هېواد په يو شمېر ولايتونوکې نږدې ۵زره کورنيومرستې ترلاسه کړي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۱۱:۵۰
د هېواد په يو شمېر ولايتونوکې نږدې ۵زره کورنيومرستې ترلاسه کړي

په تېره يوه اونۍ کې د هېواد په يو شمېر ولايتونوکې ۴۹۷۷بېځايه شوومستحقو کورنيوسره د سلواغې د ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې  پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې نغدي،خوراکي،غيرخوارکي او روغتيايي کڅوړ مرستې شوي.

يادې کورنۍ،چې د خوست،ميدان وردګو، کندهار، کندز، جوزجان،هلمند،بادغيس، بلخ، فارياب،بدخشان، کاپيسا،سرپل،لغمان، لوګر،پکتيکا اوفرا ولايت د نا امنو سيموڅخه امن سيمو ته کډه شوې وې هرې کورنۍ سره نغدي،خوراکي،غيرخوراکي او ورغتيايي کڅوړو مرستې شوي.

همدارنګه د لوګر ولايت د حرفوي زده کړو فارغانوته د فراغت وروسته کاري وسايل وېشل شوي او هم په لغمان ولايت کې راستنېدونکوکډوالو  يوښوونځی ګټې اخيستنې ته  سپارل شوی.  

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته