د مهاحرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د بادغیس ولایت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵۱
=
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د یوپلاوي په مشرۍ د سلواغې په (٢٤) مه بادغیس ولایت ته په رسمي سفر تللی او د یوشمېر سیمه ییزو چارواکو سره یې لیدنه کړې.
هغه په دغه سفر کې د بادغیس ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت څخه لیدنه وکړه،ټولوکارکوونکو ته یې لازمه سپارښتنه وکړه ،چې پروخت دې داړمنو او مستحقو کورنیو ستونزو او ننګونو ته د مرکزي ادارې سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ رسیدګي کوي .
هغه همدارنګه(٨٨٠) اړمنو کورنیو ته د چین هېواد د بشري مرستو دوېش پرانیسته وکړه،چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته (٥٠) کیلو وریجې،یوه یوه کمپله او (٣٥٠) کورنیو هرې کورنۍ ته یو یو جمپر ووېشل شي.
د ویلو ده چې د ښاغلي خلیل الرحمن حقاني له لورې یو شمېر اړمنو او مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته هم تر سره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته