د مهاجرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي سره ناسته وکړه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۲۰:۵۵
--

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقان ي د اروپایي کونسل غړي، د اسلینډ هېواد د پارلمان استازي او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ښاغلي بیرګیر سره، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ "یوناما "مرستیالې آغلې ایلن او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو

ملتونو عالي کمشنرۍ یونیسار رئیس ښاغلي لیونارد زولو یې هم ملتیا کوله؛ په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د بشري مرستو په زیاتوالي، راستنېدونکو لپاره د کارموندنې، معیشیت او د ښارګوټو جوړونې په اړه خبرې وشوې
ښاغلي حقاني وویل: د مهاجرت د مخنیوي لپاره باید مهاجرت علتونه له منځه یوړل شي او تر اوسه زور هیڅ پایلې نه دي لرلې باید نړیوال د تعامل لاره خپله کړي
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان نا امنه کېدل ټولې نړۍ ته ګواښ پېښوي، او ددغه ګواښ د مخنیوي لپاره د قانون تطبیق او د حدودو پلي کول یو اړین ګام دی
ښاغلي حقاني وویل: د ا. ا. د نجونو زدکړو ته ژمن دی، په تېر شل کلن اشغال کې ۶۰ فیصده مېرمنې د نا امنۍ او زورونې له امله له زدکړو او هرډول حقوقو بې برخې وې اوس ا. ا. مکلف دی، چې د خویندو لپاره خوندي چاپیریال برابر کړي ترڅو دوی له ټولو حقوقو برخه منې شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته