د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي د لوګر ولایت له مرستیال والي سره لیدنه وکړه
د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد کوله د لوګر ولایت له مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع سره لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او سېلاب ځپلو کورنیو د شته ستونزو پرحل او هغوی ته د خدماتو په وړاندې کولو خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي له یو بل سره په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ ویې ویل، چې په لوګر ولایت کې به اړمنو او مستحقو کورنیو ته د مرستو د وېش برنامه د ولایت مقام سره په همغږۍ پلې شي.
د لوګر ولایت مرستیال والي په دغه ولایت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت دکړنو څخه مننه وکړه او د دغه وزارت د برنامو د پلي کولو په برخه کې یې د همغږیو او همکاریو ډاډ ورکړ.