په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
ښاغلي سفیر په اېران هېواد کې د افغان مهاجرینو د انساني قاچاق، د راستانه شویو کسانو د هويت، په اېران هېواد کې د افغان مهاجرینو د هویت، په یاد هېواد کې د افغان مهاجرینو د آتشو، د مهاجرینو په اړه د اېران له حکومت سره د توافقنامې، پالیسۍ او د مهاجرینو د امارو په اړه ستونزې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.
ښاغلي حقاني محترم سفیر او ور سره مل پلاوي ته د یاد شویو ستونزو د حل په برخه کې وویل: په ټول طاقت او توان سره کوښښ کوو چې یادو ستونزو ته رسېدګي وکړو ، موږ هڅه کوو چې د اسلامي امارت لوړ پوړی هیأت د اېران له حکومت سره ناسته وکړي تر څو یادو ستونزو ته د پاي ټکی کېږدو، همدا راز حقاني زیاته کړه موږ غواړو چې افغانان په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کړو او د اېران له حکومت څخه هم غواړو چې د افغان مهاجرینو اموال ور څخه ضبط نه کړي او له آزار، اذیت او ځورونې څخه یې لاس واخلي.
همدا راز ښاغلي حقاني د وزارت او په اېران کې د اسلامي امارت سفارت پر همغږۍ او پوره همکارۍ ټینګار وکړ