د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال هلمند ولایت کې د پراختیایي پروژو د کاري بهیر کتنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۰:۱
-


 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هلمند ولایت ته په خپل سفر کې د ښونځیو د جوړونې، روغتیايي او ټولنیزو مرکزونو او د اوبو رسونې شبکو د ۹ پراختیایي پروژو د کاري بهیر کتنه وکړه.

 په دې سفر کې له ښاغلي راشد سره د مهاجرینو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبي الله دادخېل ستانکزي  د هلمند د مهاجرینو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي او د مهاجرینو وزارت د تخنیکي ټیم غړو هم ملتیا کوله.
 د هلمند د مسولینو په وينا، په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې د نهو پراختیایي پروژو له جملې څخه دوه يې بشپړې شوي، چې څلور يې تر کار لاندې دي او د درېيو نورو پروژو چارې به په راتلونکي کال کې پيل شي.
دغه پروژې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او د هلمند ولايت د مهاجرینو چارو رياست  يې څارنه په غاړه لري.
 ښاغلي راشد په دې څارنه او کتنه کې له دغو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه او د هېواد د مظلوم قشر لپاره یې اړینې وګڼلې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.

په دې ناسته کې چې له ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د پکتیا د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي منګل هم برخه لرله، په پیل کې ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو د ژوند د وضعیت په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

بېرته خبرونه ته