د مهاجرینو چارو وزارت د تحقیق او معلوماتو نوی رییس معرفي شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۷:۵۸
_

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړانديز او د ریاست الوزراء په حکم قاري احمدالله هاشمي د مهاجرينو چارو وزارت د تحقیق او او معلوماتو د رياست نوي رييس په توګه د وزارت د دفتر ریاست رییس مولوي محمد جان خدرخېل له لوري د وزارت د ځینو مرکزي رییسانو په شتون کې د دغه رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
 په دې مراسمو کې د وزارت د دفتر رييس محمد جان خدرخېل د ښاغلي هاشمي د معرفي کولو په مراسمو کې خبرې وکړې او په اداره کې ادلون بدلون یې یو اصل وباله.
  نوموړي د دې ادارې د پخواني رییس قاري صابر ګل مصلح د کارونو ستاينه وکړه او نوي ریيس ته يې د لا برياوو او خدمتونو هيله څرګنده کړه.
 قاري صابرګل مصلح هم خبرې وکړې او نوي رییس ته یې د خدمتونو په برخه کې د لا بریالیتوب هیله ښکاره کړه.
 د اطلاعاتو او څېړنو نوي رییس ښاغلي هاشمي د وزارت د رهبرۍ د باور ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې تجربو ته په پام به خدمتونه او هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کفیل د لوګر ولایت د مهاجرینو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد د ځینو رئیسانو په ملتیا د لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۲۲
Background image

لوګر: محمد آغې ولسوالۍ کې د یوه NCHC روغتیایي کلینیک ډبره کېښودل شوه

 
 
د لوګر ولایت، محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې د یوه NCHC روغتیایي کلینیک د بنسټ ډبره نن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد د. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۷:۵۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د تحقیق او معلوماتو نوی رییس معرفي شو

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړانديز او د ریاست الوزراء په حکم قاري احمدالله هاشمي د مهاجرينو چارو وزارت د تحقیق او او معلوماتو د رياست نوي رييس په توګه د وزارت د دفتر ریاست. . .

بېرته خبرونه ته