د مهاجرینو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو ادارو د استازو ترمنځ ګډه ناسته وشوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۵:۶
_
خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو د لېږد په اړه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو ادارو د استازو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې استازو ګډون کړی و.
د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شيرزاد کندوز ولایت ته له خپل سفر څخه د داخلي بې ځايه شويو کورنیو چې له کابل څخه دغه ولايت ته لېږدول کېږي اورېدل شوې ستونزې او د دغه ولايت له سيمه ييزو چارواکو او همکارو بنسټونو سره یې د شریکولو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي شېرزاد په کندوز کې د بې ځايه شويو کورنيو د غړو او د دوی د ځايونو د معلومولو لپاره د ګډ ټيم جوړول ضروري وبلل او زياته يې کړه: دغه بهير به ډېر ژر پيل شي او هغه بې ځايه شوې کورنۍ چې ليږدول کيږي له نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستو څخه به برخمن شي.
د مېشتغالو مسول ښاغلي ونست وویل: "موږ کندوز ولایت ته د سفر موضوع د کمېشنرانو له مسولینو سره شریکه کړې ده، موږ د مهاجرینو چارو وزارت سره د همکارو بنسټونو په همغږۍ کار کوو، چې خپلو اصلي ځایونو ته د بې ځایه شویو په لیږدولو کې یوې مثبتې موخې ته ورسېږو.
ونسټ زياته کړه: خپلو مېنو ته د بې ځايه شويو د لېږد بهیر پيل شوى دى، چې خلک او نړیوال خبر شي چې له داخلي بې ځايه شويو سره زياتې مرستې وشي او زه هڅه کوو، چې د دوی د لېږد سربېره دوی ته د کار زمينه هم برابره کړو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته