د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د افغانستان له پاره د اروپایي اتحادیې له سرپرستې سره ولیدل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۲۰:۳۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د اروپایي اتحادیې له سرپرستې آغلې رافیلا لودیک او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
ښاغلي حقاني آغلې رافیلا لودیک او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په پاکستان، ایران او ترکیې هېوادنو کې د مهاجرینو د وضعیت او تر اوسه پورې په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو مهاجرینو د ارقامو په اړه معلومات ورکړل.
آغلې رافیلا له حقاني څخه د راستنېدونکو مهاجرینو د غوره مدیریت او تنظیم په برخه کې ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړه دا ستاسو ځانګړی مهارت او فن و چې په دې اندازه راستنېدونکي مو ښه مدیریت او خدمات مو ورته وړاندې کړل
آغلې رافیلا زیاته کړه موږ باید په ګډ او پوره همغږۍ راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کړو او همدا راز یې د راستنېدنکو مهاجرینو له پاره د ۱۴۲ میلیون یورو مرستې اعلانولو وعده وکړه او همدا راز یې وویل: موږ به په ګډه له یونیسار او آی، او، ایم سره هم د راستنېدونکو په اړه د همغږۍ ناستې ولرو او په هر ډول شرایطو کې ستاسو سره همکارۍ ته چمتو یو. 
ښاغلي حقاني له آغلې رافیلا او مل پلاوي له همکاریو  څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې کوربه هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، ایران او ترکیه هېوادنه د افغان مهاجرینو د ځورولو څخه لاس واخلي او د دوی انساني او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي او له دوی څخه دې خپل اموال په ناقانونه توګه نه ضبطوي
همدا راز یې راستنېدونکو ته د خېمو او کور جوړولو په موخه د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت له لوري یې دوی ته د بشپړ امنیت او شفافیت ډاډ ورکړ
آغلې رافیلا په نېږدې راتلونکي کې په  مرزونو کې د راستنېدونکو له وضعیت څخه د لیدنې ژمنه هم وکړه 
د یادولو وړه ده چې، په دې ناسته کې د وزارت د دفتر، پلان او پالیسۍ او د مرستو او همغږۍ رئیسانو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته