د مهاجرینو وزارت اړوند ټولو رئیسانو ته یو ورځینی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۲۰:۲۶
Morr

یکشنبه ۲۸ لیندۍ/ ۱۴ جمادى الأولى ۱۴۴۳

د مهاجرينو وزارت لخوا د وزارت اړوند ټولو مرکزي او ولایتي مسولينو ته په اداري چارو کې علمي سمينار ورکول شو.

په پیل کې د وزارت مرستيال محمد ارسلاح خروټي د سمينار پيليزه وينا وکړه د غونډې ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه، د ولايتونو مسوولينو ته يې د کاري فعاليتونو اړوند لازمې لارښوونې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې ټولې چارې په ښه روڼتيا او شفافيت ترسره کړي اوپه هر ډول حالاتو کې د خپل ولس او مهاجرينو خدمت وکړﺉ؛ ټول کارونه مو په اصولو برابر ، دروازې مو د هرچا پرمخ خلاصې کړﺉ او دخپلو هېوادوالو سره ښه رویه وکړئ.

د سمينار په جریان کې د وزارت مقام د دفتر رئیس محمود الحق احدي لخوا د سمينار ګډونوالو ته د ادارې او اداري کارونو اړوند معلومات ورکړل شو.

وروسته د پناه غوښتونکو معين قاري محمود شاه د کارونو د شفافيت په اړه وينا وکړه او ويې ويل چې اداره او رياست کول پخپله عبادت دی، ددې سره يې د فساد او خيانت موضوع د اسلامي شريعت له نظره واضحه کړه.

ورپسې د داخلي بې ځايه شويو رييس مولوي سردار محمد شېرزاد دسمينارګډونوالو ته خپله وينا وکړه دادارې په اړه یې تخنيکي معلومات وړاندې کړل اواداره یې په خپله یولوی مسؤلیت وباله.

د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د سروې او دمرستو دوېش د شفافيت او روڼتيا په اړه اړين او ګټور معلومات د سمينار ګډونوالو ته وړاندې کړه.

همدارنګه د بشري سرچينو ريس قاري حمدالله حقاني د تقرر او ګمارنې په هکله معلومات وړاندې کړل.

په یاد علمي سمینارکې د مهاجرينو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني هر اړخيزه وينا وکړه او ټول مسوولين يې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل. ددې ترڅنګ يې ګډونوالو ته د رياست الوزرا او اميرالمومنين لارښونې واورولې او په کلکه يې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

وروسته ډاکټر فاروق اعظم خبرې وکړې ويې ويل، افغانان د نړيوالو زبر ځواکونو له لخوا هجرت ته اړ شوي، ددې ترڅنګ يې د مهاجرينو د ستونزو يادونه وکړه او د حل په موخه يې خپل نظر د مسوولينو سره شريک کړ.

په پای کې دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ولايتونو مسوولينو په خپل وار سره خپل کاري فعاليتونه، لاسته راوړنې او ستونزې د وزارت د مقام سره شريکې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته