د مهاجرینو وزارت او د ابن سینا څېړنیزې او پراختیایي موسسې تر منځ انلاین ناسته وشوه.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۸:۰
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ابن سینا څېړنیزې او پراختیایي موسسې ترمنځ نن شنبه د غویي میاشتې ۱۵ مه انلاین ناسته وشوه.
 د دې انلاین ناستې هدف د وزارت او یادې ادارې د منظمو مهاجرتونو له لارې د کاري فرصتونو په پار د یو تخنیکي ټیم رامنځته کول، همغږي او له یادې موسسې سره د وزارت د پلانونو پلي کول و.
 د وزارت مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد وویل:
 په نړۍ کې د مهاجرینو ډېره برخه  افغانان جوړوي، اسلامي امارت او د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د افغان مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره نورې لارې چارې برابرې کړي.
 هغه زیاته کړه، افغانستان څلور لسیزې جګړې تېرې کړې او اسلامي امارت هڅه کوي، چې له ټولو هېوادونو او موسسو سره ښې اړیکې ولري.
 د ابن سینا څېړنیزي او پراختیایي موسس استازي ښاغلي روفي د موسسې موخې څرګندې کړې او د مهاجرینو چارو وزارت او د اسلامي امارت له مقام څخه یې د بیارغونې او مهاجرینو ته د کارموندنې په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 دغه راز نوموړي په بهر کې افغانانو ته د کار د زمينې د برابرولو په برخه کې د هغوی له ادارې سره د وزارت پر همکارۍ هم ټينګار څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۷:۴۳
Background image

د مهاجرینو چارو په وزارت کې د راستنېدونکو د غوره ملاتړ په موخه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ په ریاست کې پنجشنبه د غویي ۲۷ مه د مهاجرت نړیوال سازمان د استازي په شتون کې د راستنېدونکو مهاجرینو د غوره ملاتړ په موخه ناسته وشوه.
د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۷:۴۳
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د فاریاب ولایت له دوو تنو مسولینو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت له دوو تنو مسولینو، د پښتون کوټ ولسوالۍ ولسوال ښاغلي مولوي عبدالوکیل متوکل او د فاریاب ولایت. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۷:۴۳
Background image

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د وزارت د یو شمېر رئیسانو په ملتیا د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې او. . .

بېرته خبرونه ته