د مهاجرینو او پوهنې وزارتونو او (UNHCR) ادارې ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۴:۱۷
-
د هماهنګۍ ګډه غونډه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو او پوهنې وزارتونو او UNHCR ادارې ترمنځ د روان کال د سرطان میاشتې په اوله د چهارشنبې ورځ د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو په وزات کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د پوهنې وزارت د تعلیم او تربیې معین شیخ سخاءالله سعید او د (UNHCR) ادارې استازي خان محمد سلطاني په مختلفو کاري موضوعاتو خبرې وکړې.
وروسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت معین الحاج محمد ارسلاح خروټي د نوموړو ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ په رامنځته کولو تاکید وکه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته