د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو د دې وزارت له مالي او اداري مرستیال سره وکتل.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۵:۴۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو یو شمېر کارکوونکو د دې وزارت له مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني سره وکتل.
دا لیدنه، چې د مالي او اداري مرستیال په دفتر کې تر سره شوه؛ دوی خپلې کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې له محترم فاني سره شریکې کړې، او په څو مواردو کې یې خپلې کاري ستونزې هم بیان کړې.
ښاغلي فاني د دوی د کار ستاینه وکړه او د دوی د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته یې د حل ډاډ  ورکړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې له هاجر او تیری دیس هومز موسسو سره د ۵۸۷ زره او ۴۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل او بلخ کې ۱۳ زره او ۴۸۹ تنو راستنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او راپور ورکولو ورکشاپ ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي رییسانو، امرینو او مدیرانو ته د کنفرانسونو په تالار کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لسګونه کارمندان د مدیریتي ښوونیزو برنامو فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د مهاجرینو چارو وزارت ۵۳ تنه کارمندان د ارتباطاتو مدیریت، اداري مراسلاتو، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر اساساتو او ایمیل ښوونیزو برنامو تر بشپړولو وروسته، چې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت. . .

بېرته خبرونه ته