د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د زابل ولایت له والي ملا شیر محمد شریف سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۴ - ۱۱:۱۱
-
په دې لیدنه کې ښاغلي شریف، زابل ته له پاکستان څخه د راستنو شوو کډوالو د وضعیت، هېواد ته د افغانانو د راتګ پر څرنګوالي او د هغوی پر اړتیاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په زابل کې کډوال ځینو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ښاغلي ملا شیر محمد شریف په وینا، چې تر دې دمه له راستنو شوو سره ځینې مرستې شوې او د لاډېرو مرستو په موخه یې خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو پروسې ښه مدیریت ته په اشارې سره وویل، چې اسلامي امارت د مهاجرینو د عالي کمېسیون تر چتر لاندې یو شمېر کمېټو ته دندې سپارلې دي او تر دې مهاله له ځنډ پرته، د کډوالو ستونزو ته رسیدنه شوې ده.
محترم وزیر د زابل د والي وړاندېز ته د رسیدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو د لنډ مهاله استوګنې د کمېټې له لوري به په زابل کې د راستنو شوو هېوادوالو ستونزې هوارې شي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر وویل، چې د راستنو شوو د ستونزو د حل په موخه د سیمه ییزو ادارو هر وړاندیز ته رسیدنه کیږي او ټېنګار یې وکړ، چې مسوولین دې خپل پیشنهادونه پر وخت له اړوندو اداره سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته