د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي معين نيمروز ولايت ته سفر وکړ

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۱۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د اسلامي امارت د زعیم د حکم په اساس د لړم میاشتې په ۲۷ نېټه نیمروز ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلي راشد او ور سره مل پلاوي د نیمروز ولایت له علماوو او مخورو سره له زرنج ښار څخه غرغري سېمې ته د نیمروز ولایت د مرکز د انتقال په اړه مشورتي غونډه وکړه.
مسلکي معین او ورسره مل پلاوي په یاده ناسته کې د یاد ولایت د علماوو او مخورو نظرونه واورېدل او زیاته یې کړه، چې د شته شرایطو په پام کې نیولو سره به د دوی نظریات د تصمیم نیونې په موخه د اسلامي امارت عالي مقاماتو ته وړاندې کړي.
ياد شوي پلاوي د غرغري له سيمې څخه هم ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته