د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د باميانو ولايت د مهاجرينو ښارګوټو څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۲:۷
-
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټی باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تلې په (۱۹) مه د يکه ولنګ او دشت قشقه د مهاجرينو ښارګوټو څخه ليدنه وکړه.
د دغو ښارګو څخه د ليدنه موخه په ښارګوټوکې د اوسېدونکو د وضعيت څېړنه او د دوی ستونزو ته لاسرسی و.
د يکاولنګ ولسوالۍ د مهاجرينو ښارګوټي څخه د لېدنې پرمهال د دغه ښارګوټي اوسېدونکو حسين فياض په ښاګوټي کې د ښوونځي، روغتيايي مرکز، د پاکو اوبو د څښلو او د سرک د غاړې د استنادي ديوالونو د نه شتون يادونه وکړه او په دې برخه کې يې د مهاجرينو چارو وزارت څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي د سيمې د اوسېدونکو ستونزې، نظريات او وړانديزونه واورېدل او په دې برخه کې يې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د هڅو يادونه وکړه ويې ويل، چې د باميانو ولايت د مهاجرينو ښارګوټو ستونزې يې د وزارت د اړوندو ادارو سر څېړې او دهمکارو مرستندويه بنسټونو سره يوځای يې د حل په موخه کړنې ترسره کوي.
د ويلو ده، چې د دشت قشقه د مهاجرينو ښارګوټی په شبر ولسوالۍ کې موقعيت لري او د يکاولنګ د مهاجرينو ښارګوټی د باميانو ولايت مرکز سره نږدې موقعيت لري، چې (۲۷۰) د استوګنې نمرې لري، چې اومسهال پکې (۳۱۰) کورنۍ ژوند کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته