د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول
د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې تر منځ د ۱۶۹ زره او ۶۰۱ ډالرو په ارزښت د همکاريو درې هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لاسليک شویو هوکړه لیکونو له مخې ياده مؤسسه به په قندهار ولايت کې ۴۰۰ اړمنو کورنيو ته ۵۵ زره او ۶۰۱ ډالر، په ننګرهار کې ۵۸۰ بېوزلو کورنيو ته ۷۷ زره ډالر او په خوست ولايت کې ۲۷۰ کورنيو ته ۳۷ زره ډالرو په ارزښت خوراکي توکي برابروي.
دغه هوکړه لیکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادې مؤسسې د استازي ترمنځ لاسليک شول.