د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د تدارکاتو د قانون له مخې، عامه خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، د (۱۰۸۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز (LPG) د پېرلو او تدارک قرارداد، چې د ژمي په موسم کې د وزارت د دفترونو د تودولو لپاره ورته اړتیا ده، د حفیظ الله منصور لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د (۴۲۷۴۲) شمېرې جواز لرونکی او د کابل ښار د قلعه موسی په سیمه کې موقعیت لري، د (۷۹۹۲۰۰) (اووه سوه نهه نوي زره او دوه سوه) افغانیو په مجموعي مبلغ ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د (۵) کاري ورځو په موده کې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته، چې د واصلآباد په سیمه کې، د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک کېدو په معنا نه ده او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني پړاوونه بشپړ شوي نه وي، قرارداد به لاسلیک نه شي.
